د طالبانو د صنعت او سوداگرۍ وزیر نورالدین عزیزي په قزاقستان کې له میشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.
عزیزي د افغان سوداگرو د فعالیتونو او ستونزو په اړه خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی چې د سوداګرۍ د پراختیا او د افغان سوداگرو د ستونزو حل لپاره جدي هڅې کوي.
په قزاقستان کې د طالبانو سفارت نن دوشنبه، د لړم ۵مه وویل،چې په دغه هېواد کې د طالبانو شارژدافير ټولو سوداگرو ته د سفارت له اړخه د بشپړې همکارۍ او لازمو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
طالبانو په خپله اعلامیه کې دا نه ده، په ډاګه کړې چې په قزاقستان کې افغان سوداګر له کومو ستونزو سره مخ دي.

