طالبانو د ننګرهار پوهنتون ۱۰ علمي کادرونه او اداري کارکوونکي ګوښه کړل

۴ ساعتونه مخکې

له پوهنتونونو د مسلکي استادانو د ګوښه‌کېدو پر دوام، طالبانو د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ۱۰ استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

په یادو کسانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي، چې یوه یې استاده او بله اداري کارکوونکې ده.

افغانستان-انټرنشنل-پښتو ته د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د رسېدلي مکتوب په یوې نسخه کې لیدل کېږي، چې ډېری دا استادان د پوهاند علمي او کادري درجې لرونکي دي.

ملالۍ، مست‌علي، حبیب‌الله، محمدعیسی، ګل اصغر، ذاکره، مطیع‌الله، خان‌اغا او مصباح‌الله هغه استادان او اداري کارکوونکي دي چې طالبانو له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې طالبانو د ننګرهار پوهنتون ۴۲ استادان د اسلامي حزب، جمعیت اصلاح، وهابي او حزب‌التحریر په ګډون په مذهبي خوځښتونو کې د غړیتوب په تور له دندو ګوښه کړي وو.

د تنقیص په پلمه له پوهنتونونو د کادرونو او علمي شخصیتونو د ګوښه‌کېدو دا لړۍ داسې مهال دوام لري، چې طالبانو د خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان پوهنتونونو تر ۳۰۰ ډېر استادان او کارکوونکي هم ګوښه کړي.

په خوست،پکتیا، بدخشان او بامیان کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د «تنقیص» تر نامه لاندې په دغو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو استادان او کارکوونکي ګوښه کړي.

سرچينې زیاتوي، چې ١٢٠ تنه په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه په بدخشان کې ګوښه شوي.

د سرچینو په وینا، په دې لېستونو کې ټول د جمهوري نظام د ماسټرۍ، پوهاندۍ او دوکتورا درجې درلودونکي استادان په نښه شوي او په وینا یې، دا لړۍ به دوام ولري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

په هېواد کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو