د عرب نیوز د راپور له مخې، وايي طالبان په دې هڅه کې دي، چې د هغو افغان کډوالو د بیرته ستنیدو په اړه د ټرمپ له ادارې سره «خبرو اترو» ته چمتو شي، چې په جولای میاشت کې به یې په متحده ایالاتو کې قانوني خوندیتوبونه لغوه شي.
د عرب نیوز د راپور زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان «د هغو افغانانو د بیرته راستنیدو په اړه چې نور په کوربه هیوادونو کې د پاتې کیدو معیارونه نه پوره کوي، د امریکا او نورو هیوادونو سره د رغنده خبرو اترو لپاره چمتو دی.»
بلخي زیاته کړې ده، «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټول د ازاد تګ راتګ حق لري.»
واشنګټن د دوشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د وګړو لپاره لنډمهاله خونديتوب (TPS) به د مئ په ۲۰مه پای ته ورسیږي او د پای ته رسېدو نېټه به یې د جولای په ۱۲ نیټه پلې شي.
د افغان ایواک د مشر شان وان ډایور په وینا، د واشنګټن دا اقدام کولی شي له ۱۱۰۰۰ څخه زیاتو هغو افغانانو باندې اغیزه وکړي، چې ډیری یې د دوو لسیزو جګړو پر مهال د متحده ایالاتو ملاتړ کړی او په اوس وخت کې د طالبانو له ظلم څخه راتښتیدلي دي.
طالبان په داسې حال کې د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه د امریکا سره د خبرو د چمتوالي خبر ورکوي، چې دغه ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته ښځې له زده کړو، دندو او عامه ژوند څخه ایستلي او داسې تګلارې یې پلي کړې، چې ملګرو ملتونو یې د «جنسيتي توپیر» په نوم پېژني.
د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په نړۍ کې له سوډان څخه وروسته دویم هغه هېواد دی چې له بد سیاسي، اقتصادي او بشري بحران سره مخ دي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا لخوا د افغانانو لپاره د لنډمهال خوندیتوب د پای ته رسولو وړاندې پاکستان او ایران په ډله ییزه توګه د اخراج لړۍ لاپسې چټکه کړې ده.
د روان کال اپریل میاشتې راهیسې ګاونډي هېواد پاکستان له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډير افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
همدا راز د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په وینا د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او اپریل میاشتو ترمنځ ایران له ۲۶۵۰۰۰ څخه ډیر بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.