د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت لهخوا د خواله رسنیو څارنه او د قانوني څار ګواښ د بیان ازادۍ او د خبریالۍ فعالیتونو پر وړاندې یو جدي ګواښ بللی دی.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي و خواله رسنیو کې ټولې هغه پاڼې څاري چې د دوی د «عقیدې ضد او غیر اخلاقي» فعالیتونه کوي.
د یاد وزارت د ویاند سېف الاسلام یوې غږیزه خبرتیا کې ویلي و، چې د خلکو د دیني هیلو د پوره کولو له مخې هېڅ فرد او بنسټ ته دا اجازه نشته چې خواله رسنۍ د خپلو ناسمو او «غیر اخلاقي» موخو لپاره وکاروي.
خو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان بیا دغه څرګندونې د بیان ازادۍ او د خبریالۍ فعالیتونو پر وړاندې یو جدي ګواښ بللی دی.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه ډول محدودیتونه نه یوازې د رسنیو د ازادۍ فضا نوره هم تنګوي؛ بلکې د بشري حقونو او د رسنیو له حاکمیته هم سرغړونه ده.»
دغه سازمان له رسنیو، خبریالانو او د خواله رسنیو له کاروونکو غوښتي، چې له دغو ګواښونو دې ځان وساتي او د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره باید خپل خونديتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دارنګه له نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو له سازمانونو او له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه ګواښونو پر وړاندې ودرېږي او په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د حقونو ملاتړ وکړي.