په افغانستان کې د برېتانیا استازولۍ د روغتيا د نړۍوال سازمان له قوله ليکلي، چې افغان واده شوې ښځې له فزيکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخ دي.
د دوی د معلوماتو له مخي، ۴۶ سلنه افغانې واده شوې ښځې فزيکي تاوتريخوالی تجربه کوي.
په افغانستان کې د برېتانيا استازولۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «۳۴ سلنه افغانې واده شوې ښځې له عاطفي ځورونې سره مخ دي او شپږ سلنه نورې د جنسي تاوتريخوالي ښکار دي.»
دغې استازولۍ د تاوتريخوالي په پای ته رسولو کې د نارينه وو پر رول ټينګار کړی دی.
یادې ادارې د پکتيا ولایت د یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي له قوله لیکلي: «د ښځو او نجونو ملاتړ د کمزورۍ نښه نه، بلکي د یو رښتني شخصیت نښه ده. موږ باید د هغوی متحد، ملګري او د حقونو ملاتړي واوسو.»
د کابل یو بل اوسېدونکي ټينګار کړی: «د افغان نارينه په توګه موږ باید خپلو زامنو ته د ښځو درناوی ور زده کړو او په دې برخه کې د خپلو کړنو له لارې يو مثال جوړ شو. زموږ په کورنۍ، کلتور او مذهب کې په دې برخه کې تاوتريخوالی نه شته.»
دا اندېښنه په داسې حال راپورته شوې ده، چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د وروستي راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره د طلاق اخیستل کابو ناشونی شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځې او خاوند جلا کېدل لا هم د «شرم خبره» ګڼل کېږي.
له دې سره – سره په دې هېواد کې د ښځو وضعیت د کورني تاوتریخوالي او په اساسي حقونو او ازادیو باندې د سختو محدودیتونو له امله خراب بلل شوی دی.