طالبان او د بورکینافاسو سفیر د سوداګرۍ او کانونو د استخراج په تړاو وغږېدل

۹ ساعتونه مخکې

ځینو رسنیو د طالبانو له قوله لیکلي، چې په تهران کې د دغې ډلې سرپرست سفير د بورکینافاسو له استازي سره لیدلي او دواړو خواوو د کانونو د استخراج او سوداګريزو همکاريو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

د لوېديځې افریقا دغه هېواد د نویو سوداګريزو شریکانو د موندولو په هڅه کې دی.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په تهران کې د طالبانو سفير فضل محمد حقاني د بورکینافاسو له سفير محمد کابورا سره د سوداګرۍ، د کانونو د استخراج او د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې دواړو سفیرانو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکټور پلاوی د افغانستان او بورکینافاسو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه سفرونه وکړي.

بورکینافاسو په تېرو څو کلونو کې د سخت دريځو وسله‌والو ډلو له فعالیتونو سره مخ هېواد بلل کېږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، په دغه ۲۳ مېلیونه نفوس لرونکي هېواد کې ټر ټولو داعش او القاعده په ګډون څو نورې ترهګرې ډلې فعالې دي.

نور خبرونه

رادیو