د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې ۲۱ کسیزه ډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته تللې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي المپیک کمیټې خبر ورکړی، چې په دغه سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو لوبډلې ګډون وکړي.
دغه لوبې د پنجشمبې په ورځ د ایران په کرج ښار کې پیلېږي.