په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۱۵ولسوالیو کې د شفتالو باغونه جوړ شوي چې سږ کال یې حاصلات ۹۸۳۵ مټریک ټنه اټکل شوي دي.
د دغه ریاست د ویاند اجمل سبحاني د معلوماتو له مخې؛ په ننګرهار کې په ۲۶۰۰جریبه ځمکه کې د شفتالو باغونه جوړ شوي دي. کامه د ننګرهار یو له هغو ولسوالیو ده، چې د شفتالانو بڼونه په کې جوړ شوي دي او بڼوال سږ کال د ښو حاصلاتو څخه خوښ برېښي.
هنر خان چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بڼ پالنه کوي، سږ کال یې د شفتالانو ګټې وټې ته هیلې ډېرې دي او هیله لري چې په ښه بیه یې وپلوري.
هغه زیاتوي: «سږ کال بار هم ډېر دی او دانه یې هم ښایسته رنګ داره ده.»
د شفتالو دغه بڼونه د بڼوالو تر څنګ د عامو خلکو لپاره هم د روزګار ښه وسیله ګرځېدلې ده.
د محمد یونس په نوم د ننګرهار یو اوسېدونکي له خپل دې کاروباره خوښ برېښي.
هغه وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له بڼوال شفتالان اخلي او بیا یې په بازارونو کې پلوري.
نوموړي وویل: «ډېر ځوانان راسره نور کار کوي، یو څو روپۍ غریبۍ کوو د خپلې کورنۍ لپاره.»
د کرنیزو چارو کارپوهان باور لري، چې ننګرهار د شفتالانو د حاصلاتو لپاره مناسب اقلیم لري او باید ورته پراختیا ورکړل شي.
یاد ولایت کې له دې سربېره مالټې، سټروس، هندواڼې، خټکي، زردالو، خرما او ډول، ډول نورې مېوې هم د حاصلاتو لویه برخه جوړوي.
خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یوه تازه راپور کې بیا خبرداری ورکړی، چې سږ کال به په افغانستان کې د تودوخې کچه لوړه وي او په اوسط ډول به د بارانونو کچه هم ټیټه وي؛ نو له همدې امله په راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې د دغه اقلیمي بدلون له امله به کرنیز حاصلات هم اغېزمن شي.