افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو معلوماتو کې په ډاګه شوې، چې د طالبانو د بدني روزنې ادارې تازه د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعالیتونه ځنډولي او دغه لوبه یې «حرامه» بللې ده.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، د شطرنج ملي لوبډلې لوبغاړي د بدني روزنې ریاست ته ورغلي وو؛ څو د فعالیت اجازه او میاشتني معاش ترلاسه کړي، خو ورته ویل شوي چې دغه لوبه «حرامه» اعلان شوې.
د سرچینو په وینا؛ د بدني روزنې چارواکو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت شطرنج حرام اعلان کړی او له همدې امله یې د اړونده فدراسیون فعالیتونه بند کړي دي.
د شطرنج فدراسیون د طالبانو د اوسنۍ بیا ځل واکمنۍ ترمخه د نارینهو او ښځو لپاره فعال و او په هېواد کې یې په منظم ډول سیالۍ جوړولې.
د ۱۴۰۳هجري لمریز کال د لړم په میاشت کې دغه فدراسیون چې نه یې رییس لاره او نه سرپرست؛ په نارسمي ډول وځنډول شو.
لامل یې دا ښوول شوی، چې د دغه فدراسیون پخوانی مشر غلام علي ملکزاده چې د نړۍوال شطرنج فدراسیون (FIDE) لهخوا په رسمیت پېژندل کېده جرمني ته کډوال شوی او دندې ته نه حاضرېده.
تر دې څه موده وروسته د طالبانو د ورزش ادارې عبیدالله قریشي د شطرنج فدراسیون د سرپرست په توګه وټاکه؛ خو نوموړی د طالبانو د هغه وخت د بدني روزنې له مشر نظرمحمد مطمین سره د اختلاف له امله خپل کار پرېښی و.
د طالبانو د ورزش ادارې تر دې وړاندې هم د ازادو سیالیو یا «MMA» پر لوبو بندیز لګولی و.