د غربت په څپو کې؛ طالبانو له قطر څخه د اړمنو افغانانو لپاره مرسته غوښتې

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۱

د طالبانو افغاني سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر احمد ابوتاني سره په ناسته کې له هغه غوښتي، چې له بې وزلو، بې سرپرسته او له کډوالۍ راستنو شویو افغان کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

د (غويي ۲۹مه) په خبرپانه کې راغلي، چې د قطر د سرې میاشتې استازي له طالبانو سره د مرستو په برخه کې د همکارۍ پراختیا ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د بې روزګارۍ، فقر او لوږې کچه تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

نور خبرونه

رادیو