د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي او تر زنداني کېدو وروسته یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې تر دوو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولې په ۳مه) نېټه د کندهار ولایت سپین بولدک له لارې ستانه کړل شوي دي.