د روسیې دفاع وزارت وایي، چې د اوکراین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې دوه او همدارنګه په شمالي سیمه سومي کې یو ښارګوټی نیولی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ روسي ځواکونو په ختیځ کې د دونیتسک او لوهانسک سیمو په نیولو تمرکز زیات کړی دی.
بل خوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي بیا ویلي، چې د روسیې سره د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې یې ۳۰۷ اوکرایني سرتېري له روسیې څخه بېرته خپل هېواد ته رالېږدولي دي.