د اسراییل زرګونو اوسېدونکو په تل ابیب او څو نورو ښارونو کې د دې هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استعفا غوښتنه وکړه.
دوی په دغو لاریونونو کې له اسراییلي چارواکو دغه راز وغوښتل، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په برخه کې هوکړه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، دمګړی لږ تر لږه ۲۳ ژوندي برمته کسان لا هم د حماس په بند کې دي او د ۳۵ برمته شویو کسانو مړي د دغه ډلې له خوا ساتل کېږي.
په ورته وخت کې اوسمهال د اسراییل په زندانونو کې هم ۹۵۰۰ فلسطیني زندیانان ساتل کېږي.
څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د فلسطین بندیانو ورځې په مناسبت ویلي و، چې په اسراییل کې د یاد شمېر بندیانو له ډلې ۵۲۰۰ فلسطیني بندیان له کوم تور یا محکمې پرته د اسراییل په زندانونو کې ساتل کېږي.