د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه شوې او اوسمهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل شوی دی.
د قراردادي شرکت مسوول له ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال له ۲۰۰ زیات هېوادوال په کان کې په کار بوخت دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه، د غويي ۲۱مه، پر اېکس ولیکل، چې ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره کتلي او د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټه مزي غځولو پروژې، د دښت الوان سبسټېشن د پراختیايي چارو او همداراز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو په اړه یې رپوټونه اورېدلي.
د شرکت مسووولینو ویلي چې د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه ډول روانې دي چې اوسمهال یې ۸۵ سلنه کارونه پرمخ تللي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.
دوی زیاته کړې، چې د دښت الوان سبسټېشن تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او په نږدې وخت کې به یې ساختماني چارې هم پيل شي.
په دې لیدنه کې ویل شوي، چې په هېواد کې دننه د غور تولک ولسوالۍ کان د پروسس په موخه د معیاري فابریکې ډیزاین هم پيل شوی، چې له بشپړېدو وروسته به د فابریکې د جوړولو چارې پيل کړي.
طالبان وايي، د دغې لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت مسوولینو په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې چې د ملاعبدالغني برادر له لوري ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شوی.