نیویارک ټاېمز راپور ورکړی، چې د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو پخوانۍ ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې په رسمیت پېژندلې ده.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه لوبډله د فیفا تر څار لاندې په رسمي دوستانه سیالیو او نړۍوالو تورنمنټونو کې ګډون کولای شي.
فیفا ویلي، چې دغه جلاوطنه ښځینه لوبډله به د یوه کال لپاره د ازمایښتي پروژې په توګه فعاله وي؛ څو په راتلونکې کې د نورو کډوالو لهخوا د ورته لوبډلو د جوړېدو زمینه برابره شي.
فیفا ویلي، دغه اداره به د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو او اړوندو بنسټونو په همکارۍ ډېر ژر د دغې نوې لوبډلې جوړښت، تنظیم او فعالیتونو پیل کړي.
له دې سره به د طالبانو د سختو بندیزونو څخه جلاوطنه شوې افغان لوبغاړې یو ځل بیا د سیالیو ډګر کې راڅرګندې شي.
طالبانو نه یوازې په فوټبال؛ بلکې د ښځو پر هر ډول ورزشونو په هېواد کې سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې کبله ډېری افغان ورزشکارانې جلاوطنۍ ته اړې شوې دي.
د فیفا مشر جیاني اینفانتینو ویلي:« دا یو تاریخي نوښت دی. فیفا ژمنه لري، چې هره نجلۍ د نړۍ په هر ګوټ کې ان افغان نجونې هم باید وکولای شي فوټبال وکړي.»
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو راپورونه ښيي چې دغه نوښت له یاد فدراسیون څخه دباندې ترسره کېږي.
د دغې لوبډلې مالي او تخنیکي ملاتړ به د فیفا د پرمختیايي څانګې لهخوا ورکول کېږي.
تر دې دمخه د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړې هم په اسټرالیا کې سره راټولې شوې وې او جلاوطنه لوبډله یې اعلان کړه.
د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري یاده لوبډله په رسمیت وپېژندل شوه او خپله یوه سیالي یې هم ترسره کړه.