طالبان: له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ نږدې څلور زره کډوال راستانه شوي

۲ ورځې مخکې

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۱۰۸ کسان د هلمند د بهرامچې، ۱۲۰۱ کسان د سپین بولدک او ۹۰۰ نور د تورخم له لارې له پاکستان نه راستانه شوي او همدارنګه ۱۰۴۲ کسان د اسلام کلا او ۶۵۹ نور د نیمروز د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو ستوزنو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د تازه راستانه شویو کډوالو له ډلې یې یو شمېر یې په لنډمهاله پنډغالو کې ځای پرځای کړي او ځیني یې خپلو اصلو مېنو ته لیږلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه ډېری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو