د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۹۶۸ کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه اژانس په وینا؛ له دغې ډلې ۲۶۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۰۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۲۳ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۳ کورنۍ د انګور ادې له لارې، ۲۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې و ۲۵۱ کورنۍ بیا د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.
هاخوا بیا په خیبرپښتونخوا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو بهیر لاهم روان دی.
دغه اداره وایي، ۹۱۲ تنه افغان کډوال تېره ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي چې له ډلې یې ۵۳۵ کسان بې اسناده وو او ۳۷۷ کسانو بیا د اې سي سي کارتونه لاره.
د دغه ادارې لهخوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې دغه کډوال په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې مېشت وو.
د دغه ادارې د شمېرو له مخې؛ یوازې د روان کال په اپرېل میاشت کې ټولټال ۱۴۴۵۰۰ افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له ډلې یې ۲۹۹۰۰ کسان په جبري توګه له دغه هېواده اېستل شوي دي.