قرغیزستان په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته صادرات دومره لوړ کړي چې د وارداتو په پرتله ۲۵ چنده زیات دي. اقتصادي شنونکي د صادراتو او وارداتو ترمنځ د بېلانس نشتوالی زیانمنوونکی بولي.
د ۲۰۲۵ کال په جنوري او فبروري دوو میاشتو کې قرغیزستان افغانستان ته د ۱،۰۹میلیارد سومو (شاوخوا ۱۲،۵میلیونه ډالر یا ۸۵۰میلیونه افغانۍ)په ارزښت توکي صادر کړي، خو له افغانستان نه یې یوازې د۴۴،۲ میلیونه سومو (۵۰۶زره ډالر یا شاوخوا ۳۴،۵ میلیونه افغانیو)واردات کړي دي.
دا لوی سوداګریز تفاوت په داسې حال کې دی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د سیمې هېوادونه، لکه قزاقستان او ازبکستان هم هڅې زیاتوي.
تر ټولو زیات صادرات ۲۵ میلیونه لیتره پټرول دي، چې ارزښت یې له یو میلیارد سومو (تقریباً ۷۸۰ میلیونه افغانۍ) زیات دی. نور صادرات د موټر ټایرونه مغزي مېوې او ۳۹ اسونه دي.
خو واردات بیا کم ارزښته وو، لکه د المونیم لوښي، کاغذي کڅوړې او نباتي محصولات. دا د افغانستان د محدودو صادراتي وړتیاوو څرګندونه کوي، چې تر ډېره د طالبانو تر حکومت لاندې د اقتصادي بندیزونو، غیررسمي بازارونو او نیمګړي تولید له امله دي.
د ۲۰۲۵ د سوداګرۍ دا ارقام د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله، شاوخوا ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
تېر کال قرغیزستان افغانستان ته د ۷۴۰ میلیونه سومو (شاوخوا ۵۷۰ میلیونه افغانۍ) صادرات کړي وو، خو سږ کال دا کچه له یو میلیارد سومو اوښتې. دا زیاتوالی د سرحدي تدارکاتو ښه کېدل، غیر رسمي هوکړې او د قرغیزستان حکومت هڅو ته منسوب شوی چې غواړي د اقتصادي رکود پر مهال نوي بازارونه ومومي.
په ورته وخت کې قزاقستان هم د طالبانو له حکومت سره په احتیاط سوداګریز تماسونه ټینګوي.
د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې قزاق چارواکو له طالب استازو سره ناستې وکړې. که څه هم استانه طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د ۲۰۲۵ په لومړیو کې یې د اوړو، تېلو محصولاتو او درملو صادرات بیا ورسره پیل کړل.
شنونکي د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ او صادراتو او وارداتو کې د بېلانس نشتوالی د افغانستان د اقتصاد لپاره زیانمنوونکی بولي.