احمد شرع له اسراییل سره خبرې‌اترې ومنلې

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۷

د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد شرع منلې، چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د اسراییل له حکومت سره یې غېرمستقیمې خبرې‌اترې کړې دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په ​​سوریه کې د اسراییل هوايي بریدونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د دې خبرو موخه د وضعیت ارامول او د دغو بریدونو مخنیوی دی.

رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د اسراییل او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ د خبرواترو هڅې پیل کړې دي.

سرچینو ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د منځګړي‌توب هڅې د سوریې د ولسمشر احمد شرع له سفر وروسته پیل شوې دي.

د سرچینې په وینا، دا خبرې د ترهګرۍ ضد اقداماتو په ګډون پر تخنیکي او امنیتي مسایلورانغاړي، خو نظامي مسایل، په ځانګړي ډول هغه څه چې د اسراییلي پوځ له فعالیتونو سره تړاو لري، د دې خبرو برخه نه ده.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د متحده عربي اماراتو امنیتي چارواکو، د سوریې استخباراتي چارواکو او د اسراییل پخوانیو استخباراتي چارواکو په دې خبرواترو کې برخه اخیستې ده.

د یوې سرچینې او د منځني ختیځ د یوه ډېپلومات په وینا، د اسراییل او سوریې ترمنځ غېررسمي منځګړي‌توب چې موخه یې د وضعیت ارامول دي، په تېرو اوونیو کې د نورو چینلونو له لارې ترسره شوي، خو یادو سرچینو د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

دا خبرې‌اترې وروسته تر هغې کېږي، چې په دې وروستیو کې چې پر سوریې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر خلاف د اسراییل هوايي بریدونو زور اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو