مالیزیا په څلورو برخو کې له طالبانو سره همکاریو ته تیاری ښودلی

۶ ساعتونه مخکې

د نړۍوال ډیالوګ اکشن ادارې استازي جولیان وینبرګ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر قاري دین محمد حنیف، سره په لیدنه کې ویلي، چې مالیزیا په څلورو برخو کې د طالبانو له ادارې سره د همکارۍ پراخولو لپاره چمتو ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، له جولیان وینبرګ سره په ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، له نړۍوالې ټولنې سره د همکارۍ پراختیا او د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالو بنسټونو پر رول هر اړخیز بحث کړی.

طالب وزیر دین محمد حنیف د نړۍوال ډیالوګ اکشن استازي ته د افغانستان اقتصادي وضعیت، د پراختیايي حللارو او د نړۍوالو ادارو د ونډې په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي ویلي، چې نړۍوالې همکارۍ کولای شي د افغانستان د اقتصادي ثبات او چاپېریال ساتنې لپاره ارزښتناکه رول ولوبوي.

په ورته وخت کې جولیان وینبرګ ویلي، چې اندونیزیا او مالیزیا ته د ده وروستي سفرونه ښيي چې دغو هېوادونو د کرنې په وده، د اقلیمي تغییراتو پر وړاندې مبارزه، د اسلامي بانکدارۍ نظام پراختیا او د وړو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کې مهم پرمختګونه کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا چمتو ده له افغانستان سره هم په همدې برخو کې همکاري پراخه کړي.

دغه لیدنه داسې مهال کېږي چې افغانستان له یو شمېر اقتصادي او اقلیمي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو ادارو همکاري کولای شي په دې برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي.

نور خبرونه

رادیو