د هټیوالو شکایت: طالبان د هلمند او کندهار په هټیو کې د ښځو سینګار توکي ښکاره نه پرېږدي

پرون

د کندهار او هلمند یو شمېر هټۍوال وايي، د حوزو مسوولینو ورته ویلي، چې د ښځو د سینګار توکي دې په هټیو کې په ښکاره نه ږدي. دغه هټیوال وايي، د طالبانو د حوزو د مسوولانو له امر نه د سرغړونې په تور ځینې هټۍوالو ته سزاوې هم ورکول شوې دي.

په کندهار ښار کې یو شمېر هټۍوال وايي، د طالبانو د امنیتي حوزو مسوولین یې د کاروبار خنډ ګرځیدلي او دوی ته یې امر کړی، چې په خپلو هټیو کې دې د ښځو د سنیګار توکي په ښکاره نه ږدي.

دغه هټۍ وال وايي، په ښار کې هرې امنیتي حوزې یوه ډله طالبانو ته د کمیسیون په ډول دنده سپارلې ده او هره ورځ له هغو هټیو لیدنه کوي، چې د ښځو د سینګار توکي پلوري.

محب الله، چې د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د رنګریزانو دانې په نوم یو مارکیټ کې هټۍوال دی، وایي، اړوند حوزې ټولې هټۍ ثبت کړې او هره ورځ ورڅخه منظمه لیدنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:«هره ورځ درې یا څلور کسان له حوزې څخه راځي او پر دکانونو ګرځي، دوی ګوري چې کوم چا خو به د ښځو د سینګار شیان د دوکان مخ ته نه وي ځړولي او یا خو به په دوکان کې په ښکاره نه وي ایښي. که چا د دوکان مخ ته د ښځو اړوند شیان ځړولي وي، هغه حوزې ته بیايي او بندي کوي یې.»

سره له دې چې په کندهار کې د امر بالمعروف ریاست محتسبینو په ښار کې د رنګریزانو دانې مارکیټ ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی خو لا هم دغه مارکیټ ته ښځې د خپلو اړتیا وړ توکو ترلاسه کولو لپاره ورځي.

د کندهار ښار دویمه حوزه کې د رنګریزانو دانې په نوم مارکیټ

د دې ترڅنګ یو شمېر هټۍوال وايي، طالبان هټۍوال د ماسپښین له لمانځه وروسته هره ورځ له نیم ساعت څخه ډیر وخت د «نصیحت» کولو لپاره ایساروي، خو هغه کسان چې تر لمانځه وروسته بېرته خپلو هټیو ته ورګرځي د طالبانو له خوا په نښه کیږي او امنیتي حوزې ته ورغوښتل کیږي.

د عصمت الله په نوم یو هټۍوال وايي:« دا کارونه مخکې امر بالمعروف والا کول، خو اوس هغوی موږ باندې کار نه لري، د حوزو امرینو اوس دا کار شروع کړی دی. موږ تل مسجد ته د لمونځ لپاره تللو، دا مسجد موږ په خپلو پیسو جوړ کړی دی، خو دوی موږ له لمونځ څخه وروسته هم په مسجد کې راګرځوي او موږ ته نصیحتونه کوي.»

پر همدغه مهال د لښګرګاه ښار یو شمېر هټۍوال هم ورته شکایت کوي او وايي، د حوزو د مسوولینو استازي پر هټیو ګرځي او د هټۍوالو د واردمخه جوړ شوي نوملړ له مخې د ږیرې پرښودلو امر ورته کوي.

دغه هټۍوال وايي، د حوزو د مسوولینو له لوري وضع شوي بندیزونو په اړه یې د کندهار او هلمند ولایت مقام ته څو ځله شکایتونه کړي خو غږ یې نه دی اوریدل شوی.

نور خبرونه

رادیو