طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې شپږ کرنیز کمپلېکسونه جوړوي

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د کرنې د‌ پراختیا او کروندګرو د ملاتړ په موخه په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرح تایید کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملا عبدالغني برارد په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرح تایید شوې چې په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړیږي او کروندګرو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د دغې ډلې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي، لبنیاتو او نباتي غوړیو تولید او د ځان بسیاینې پالیسي تر ارزونې وروسته تایید کړې دي.

په خبرپاڼې کې ویل شوي، چې افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی او د یادې طرحې په عملي کولو سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم پرځان بسیا شي.

طالبان وايي، په هېواد کې د چرګانو ۱۴زره فعال فارمونه شته، چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکې ۳۰۰زره کسان په کار بوخت دي.

طالبانو ویلي، د نباتي خوراکي غوړیو د ځان بسیاینې طرحې له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم او لمر ګل نباتات کرل کیږي.

طالبان په دې باور دې چې د یادې طرحې د لومړۍ برخې په عملي کولو سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره شي.

نور خبرونه

رادیو