د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتیدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی او د وضعیت لا ترینګلتیا د سیمې په ګټه نه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هند له خوا پر پاکستان تر بریدونو وروسته د چهار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« د افغانستان اسلامي امارت امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د دیپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.»
داپه داسې حال کې ده، چې تېره شپه هند د پاکستان پر ۹ ځایونو بریدونه وکړل. پاکستان وايي، په یادو بریدونو کې ۲۶ پاکستاني وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي، خو هند وايي، چې د بریدونو تلفات لس تنه دي.