سرچینې وایي طالبانو په تخار ولایت کې درې خبریالان نیولي

۲۲ ساعتونه مخکې

ځايي سرچینو په تخار ولایت کې خبر ورکړی چې طالبانو سید منیر هدف، د تصویر اونیزې مسوول او د تخار د ملي ژورنالیستانو اتحادیې رییس، اسدالله تیمور سیمه‌ییز خبریال او نصرت‌الله ابراهیمي د اریانا نیوز خبریال نیولي دي. د سرچینو په وینا، یاد خبریالان د طالبانو له خوا شکنجه شوي دي.

ځايي سرچینو د چارشنبې په ورځ، د غويي۱۷مه، خبر ورکړی چې د طالبانو ځواکونو دغه خبریالان دوه ورځې وړاندې نیولي او زندان ته یې انتقال کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، اسدالله تیمور له یوه خیاط سره تر لفظي شخړې وروسته، د وسلې په زور ګواښل شوی و. هغه دا موضوع د ټولنیزو رسنیو له لارې رسنیزه کړه. د سرچینو په وینا، یاد خیاط د طالبانو د استخباراتو د رییس خیاط بلل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د استخباراتو د رییس په امر د طالبانو جنایي مدیریت دغه خبریال ونیوه او تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې یې راوستی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر دې پېښې وروسته، لومړی سید منیر هدف او بیا نصرت‌الله ابراهیمي د اسدالله تیمور د خلاصون لپاره د طالبانو ادارو ته ورغلل، خو هغوی هم ونیول شول.

سرچینې وایي چې درې واړه کسان د طالبانو په جنایي مدیریت کې تر شکنجې لاندې راغلي او ښایي چې دوسیې یې د استخباراتو ادارې ته ولیږل شي.

طالبانو څو ځله ادعا کړې چې د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو د بښنې نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو بیا بیا د افغانستان د خبریالانو او رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د ۲۰۲۵ کال د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ډلبندۍ له مخې، افغانستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړې او په ۱۷۵مه درجه کې ځای لري.

نور خبرونه

رادیو