طالبانو په غزني کې د سلیمان راحل په نوم یو خبریال او ممثل نیولی دی

۷ ساعتونه مخکې

طالبانو په غزني ولایت کې د سلیمان راحل په نوم یو خبریال او ممثل نیولی دی.
د سلیمان راحل خپلوانو د هغه نیول کېدل منلي او افغانستان انټرنشنل ته یې ویلي، چې نوموړی تېره ورځ د طالبانو د استخباراتو ریاست له‌خوا نیول شوی دی.

د ښاغلي راحل د خپلوانو په وینا؛ لا تر اوسه د نوموړي د ځای او وضعیت په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري.

ښاغلي راحل تر ډېره بریده اصلاحي ویډیوګانې جوړولې او د «زرکشان میډیا» په نامه پاڼو کې یې د خواله رسنیو له لارې خپرولې.
سلیمان راحل نه یوازې دا چې ممثل و؛ بلکې نوموړي په غزني ولایت کې د «خوشحال» په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو سره هم کار کاوه.
د سرچبنو په وینا؛ ښاغلي راحل څو ورځې وړاندې پر میټا «فیسبوک» د دوو بې وزله مېرمنو ویډیو خپره کړې وه، چې له سختو نیوکو سره مخ شوه.
هغه دارنګه دوه ورځې وړاندې د یو تصویر په خپرولو سره ویلي و، چې په غزني ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون مشر ورته سپکې سپورې کړې وې.
خو طالبانو لا تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر دې دمه د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر ضد د تاوتریخوالي ۵۲۵ قضیې ثبت شوې دي.
دغه پېښې له وهلو ټکولو، ګواښلو، سپکاوي، نیولو، تر جبري اعترافونو او ان بندي‌کېدو پورې رسېږي.
همدا اوس لږړتر لږه ۹ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي، چې د خپل کار او مسلکي فعالیت له امله نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو