ایران د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره ستراتیژیکه سوداګریزه ملګرتیا غواړي

۵ ساعتونه مخکې

د تهران ټایمز د راپور له مخې، د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې مرستیال پیام باقري ویلي، چې دغه هېواد د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره ستراتیژیکه سوداګریزه ملګرتیا غواړي.

د تهران ټایمز د راپور له مخې، پیام باقري د ایران او افغانستان تر منځ د ګډو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې.

ښاغلي باقري دغه څرګندونې د ایران د سوداګریزو فرصتونو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې کړې او زیاتوي، چې: «ایران او افغانستان کولی شي د خپلو اړوندو سرچینو او وړتیاوو په کارولو سره د ګټو لپاره ښه ملګرتیا رامینځته کړي.»

هغه زیاته کړې: «د ایران پرمختللې صنعتي زیربنا او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی، د افغانستان د معدني شتمنیو، حاصلخیزې ځمکې او ځوان کاري ځواک سره یوځای به کولای شي، دوی طبیعي اقتصادي شریکان جوړ کړي.»

د تهران ټایمز د راپور له مخې، باقري د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ژبنۍ، کلتوري او تاریخي اړیکې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ د پراختیا او دوامداره اړیکو لپاره یو قوي بنسټ او ګټې اساسي فکتور وباله.

بلخوا بیا څو ورځې وړاندې د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري د طالبانو د یوه پلاوي سره په ناسته کې وویل: «ایران چمتو دی چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجینري خدمات صادر کړي.»

نوري زیاته کړه، ایران او افغانستان ژورې کلتوري او تاریخي اړیکې لري او په بیلابیلو برخو کې د نږدې همکارۍ په لټه کې دي:«مونږ افغان مسلکي کسانو ته د کرنې تخصص او پوهه لیږدولو لپاره اړین زیربنا او ظرفیت لرو.»

وروستي معلومات ښیي چې تېر کال د ایران او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، او د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم د تیر کال په پرتله نږدې ۸۴ سلنه زیات شوی چې ټولټال ۳.۱۹۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

ایران د افغانستان لپاره یو لومړنی عرضه کوونکی هېواد ګرځیدلی، چې د وارداتو شاوخوا ۲۵ سلنه برابروي.

د یادولو وړ ده، چې د ایران مهم صادرات تیل او د تیلو تصفیې محصولات، فولاد، کرنیزې توکي او ساختماني مواد دي.

نور خبرونه

رادیو