د هند د وچو مېوو سوداګرو ددغه هېواد له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان نه د وچو مېوو د وارداتو لپاره ځانګړی هوايي دهلېز رامنځته کړي.
د کشمیر په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته هند له پاکستان سره پولې او سوداګریزې لارې تړلې او دې چارې د وچو مېوو بیې هم لوړې کړې دي.
د هند د وچو او مغزي مېوو شورا (NDFCI) چې د دغه سکتور ستر واردوونکي او پروسس کوونکي پکې شامل دي، خبرداری ورکړی چې د اتاري-واګه پوله تړل شوې ده او له امله یې له افغانستان څخه د بادامو، مټکو، انځرو، مندتو، ممیزو او پېستې واردات بند شوي دي.
د شورا رییس ګنجن جین بیزنېس لاین ته ویلي، «افغانستان د لوړ کیفیت وچو مېوو لوی عرضه کوونکی دی او اوس چې دا پوله تړل شوې، موږ نه شو کولای چې دا محصولات وارد کړو».
نوموړي وړاندیز کړی، چې « حکومت دې یو هوايي دهلېز پرانیزي څو دا واردات دوام ومومي».
د وچو مېوو صنعت شنونکي وايي چې هند شاوخوا ۹۰ سلنه وچ انځر او شاوخوا نیمایي ممیز، مندتې او زعفران له افغانستان نه واردوي.
اوس چې دا لاره تړل شوې، د بیو زیاتوالی محسوس شوی.
د پېستې بیه تر ۲۰ سلنې پورې لوړه شوې او ۲۷۰۰هندي روپیو (نږدې ۳۲،۴۰ ډالرو) ته رسېدلې ده. ممیز چې له وړاندې د کم تولید له امله ګران شوي وو، اوس لا هم لوړ شوي دي.
د هند-افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس کنورجیت بجوا ویلي، «موږ مخکې هېڅکله دومره ستره ګډوډي نه وه لیدلې. که حکومت ژر اقدام ونه کړي، نو خلک به د بیو له لا لوړېدو سره مخ شي او هم به کمې وي».
د ایران د چابهار بندر له لارې د وارداتو بدیله لاره شته، خو د بانکي محدودیتونو او ترانسپورت امکاناتو له امله دا لاره هم ستونزې لري. ګنجن جین وايي، « د ایران له لارې سوداګرۍ پر وړاندې بانکي خنډونه لویه ستونزه ده».
شورا اټکل کوي چې افغانستان هر کال د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند ته صادروي.
اوس هڅې روانې دي چې له کابل څخه هند ته د سوداګریزو الوتنو لپاره یوه هوايي لاره جوړه شي، خو تر اوسه کومې نیټې ته اشاره نه ده شوې. سوداګر تمه لري چې دا پرېکړه د دیوالي او د ودونو له موسم مخکې وشي.