په هرات ولایت کې د طالبانو والي نور احمد اسلام جار د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په رسمي سفر تللی دی
د هرات ولایت د رسنیو څانګه وایي، چې طالب والي به د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د اقتصادي اړیکو په پراختیا به خبرې ورسره وکړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د ترکمنستان هېواد سره د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د ګډو پروژو عملي کول دي.
بلخوا په دغه ولایت کې د طالبانو ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د نورو موخه سربېره د دغه سفر اساسي موخه د ټاپې پروژې تعقبیول هم دي.
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ترکمنستان، قزاقستان او طالبانو په ګډه د هرات په ولایت کې د لوژستیکي مرکز د جوړولو لپاره هوکړه کړې وه، دا مرکز به د روسیې تېل اسیایي بازارونو ته د انتقال لپاره د افغانستان لارې کارولو په موخه جوړ شي.