بلاول بوټو: موږ ترهګري نه صادروو، بلکې خپله د ترهګرۍ قربانیان یو

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۶

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد او هند ترمنځ وروستي کړکېچ ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان ترهګري نه صادروي؛ بلکې خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ بلاول بوټو د دغه هېواد په ملي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال زیاته کړې، پاکستان له داسې ترهګرۍ سره مخ دی، چې له بهره تموېلېږي.
هغه وویل:« دغه پرېکړه دې هند وکړي، چې خبرې که جګړه؟ همکاري که تقابل؟ خو ترهګري یوازې د ټانکونو په زور لمنځه نه وړل کېږي؛ بلکې عدالت ته اړتیا لري او دا یوازې په مرمیو نه ختمېږي.»

نور خبرونه

رادیو