په بلخ ولایت کې د طالبانو د والي دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په دغه ولایت کې بې اسناده وسلې او زغرواله موټرونه ټولوي.
په خبرپاڼه کې له عامه خلکو، سوداګرو او د دغې ډلې له غړو غوښتل شوي، چې ټولې بې اسناده وسلې او زغروال موټر دې ژر تر ژره په بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اړوند ډایاک مدیریت ته د ثبت او قانوني اسنادو اخیستلو لپاره یوسي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه وسلې، زغروال ګاډي چې د ډایاک مدیریت سره قانوني ثبت نه وي؛ په چېک پاینټو کې به د دغې ډلې د غړو لهخوا ونیول شي.