وسله والو په بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو یو افسر وژلی

۲ ساعتونه مخکې

د بلوچستان د شمال لویدیزې پښین ولسوالۍ په باتزۍ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په یوه هدفي برید کې د پولیسو افسر زین‌الدین ترین ووژل شو.

سیمه‌ییزو پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ شوې ده، چې وسله‌والو کسانو د پولیسو پر افسر زین‌الدین ترین برید وکړ او هغه یې ځای پر ځای وواژه.

برید کوونکي تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

زین‌الدین ترین د پولیسو یو فعال افسر و، چې په چمن کې یې دنده ترسره کوله او د درې ورځني رخصت لپاره خپل پلرني ټاټوبي پښین ته تللی و.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې هم د نامعلومو وسله‌والو له خوا پر یوه موټر ډزې شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

پولیس وايي، دغه پیښه د کلي هزار خان په سیمه کې د تېري سړک پر سر شوې ده.

نور خبرونه

رادیو