طالبانو په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې پنځه کسان په درو وهلي دي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې یې پنځه کسه د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.

د دغې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې یې د «قمار» په تور څلور کسه په ۲۵-۲۵ درو وهلي او ترڅنګ یې دغه کسان په یو کال او شږ میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.
خو د دغې محکمې په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې بیا طالبانو د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یو کس د جعلي پیسو کارولو په جرم په ۱۶ درو وهلی او ورسره یې په ۱۶میاشتې تنفیذي بند هم محکوم کړی دی.

نور خبرونه

رادیو