د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشارع فرانسې ته سفر کوي

۳ ساعتونه مخکې

د فرانسې د جمهوري ریاست ماڼۍ، دغه هېواد ته د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشارع د سفر خبر ورکړی دی.

د فرانس ۲۴ خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې احمد الشارع به سبا په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري او په دوه اړخیزو همکاریو به خبرې وکړي.

د فرانسې د جمهوري ریاست ماڼۍ د دغه سفر په اړه ډیر جزیات نه دي ورکړي.

د یادولو وړ ده، فرانسه هغه هېواد و، چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال یې خپل سفارت د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت مخالفینو ته وسپاره.

نور خبرونه

رادیو