د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان ګندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د سرغړونو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه شنبه، د غويي ۱۶مه، پر اېکس ولیکل، چې ددې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي چې یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوه پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې، چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ چې په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.
د طالبانو خبرپاڼې له مخې، په تعدیل شویو او منظورو شویو پروژو کې د قوشتېپې کانال یوه برخه، د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نهر السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي.
د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي چې د طالبانو له لوري تمویلېږي.