د بلوچستان په بولان کې ماین چاودنې پنځه پاکستاني سرتېري ووژل

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

رسمي سرچینو د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۶مه) ویلي، دا چاودنه هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو د سیمې د څارنې عملیات ترسره کول.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو ددې چاودنې د څرنګتیا او مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

بلوچستان ایالت په دې وروستیو کې د بېلتون غوښتونکو د بریدونو او امنیتي ناکراریو شاهد دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون ادعا وکړه، چې په دغه ایالت او خیبر پښتونخوا کې د جنګیالیو فعالیتونه له افغانستان نه د هند په ملاتړ کیږي.

پاکستاني رسنیو نن رپوټ ورکړی و، چې د هند استخباراتي اداره غواړي په بلوچستان کې ځانمرګي بریدونه پلان کړي.

په افغانستان کې واکمن طالبان، هند او پاکستاني طالبان د ډوله تورونه ردوي.

نور خبرونه

رادیو