د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ځوانانو د زده کړو، کار، مسلکي روزنې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ پراخ کړي.
د نوموړي په وینا، په دغو مرستو سره به دوی وکولی شي د ځوانان د غېر قانوني کډوالۍ، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې مبارزه وکړي.
طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال اندريو پاول سبرټون له قوله ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړۍوالې ټولنې ته له افغانستانه مثبت انځور وړاندي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اعتراف وکړ، چې افغانان له فقر او بېکارۍ سره مخ دي.