د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یوازې په تېرې اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۸۰ زرو ډېر کډوال ستانه شوي دي.
دغه بنسټ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، ستانه شوي افغان کډوال اوس له یو ناروښانه راتلونکې سره مخ دي.
د راپور له مخې؛ ډېری دغه کډوال تش لاس له پاکستان نه تللي او اوس په افغانستان کې د خپل ژوند د بیا پیل لپاره مرستې ته اړتیا لري.
راپور کاږي؛ د تورخم لاره چې د پښتونخوا ایالت د افغانستان له ننګرهار ولایت سره نښلوي، تر ډېره په کې د سوداګرو او مساپررو ګڼه ګوڼه وي؛ خو په دې وروستیو کې دغه لاره له لسګونه زره هغو ستړو او اندېښمنو افغان کورنیو ډکه شوې ده، چې له پاکستان نه راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۴زره افغانان له پاکستان نه راستانه شوي، چې نږدې ۳۰ زره یې هغه کسان دي چې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
۴۵ کلن عزت الله په دې وروستیو کې د خپلې مېرمنې او اوو ماشومانو سره د تورخم له لارې افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه وایي: «د پاکستان حکومت موږ ته د وتلو خبرداری راکړ. زموږ ټول شیان پاتې شول؛ هرڅه ورک شول. اوس موږ هیڅ نه لرو.»
هغه چې په پاکستان کې زېږېدلی او خپل ټول ژوند یې هلته تېر کړی وایي: «نه پوهېږم، چې زه مې له کورنۍ سره چېرته ولاړ شم، زه په افغانستان کې هیڅ خپلوان نه لرم، څنګه به مې د ماشومانو پالنه وکړم.»
هاخوا ایران هم د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پر دوی فشارونه زیات کړي دي.
پاکستان او ایران چې له لسیزو راهیسې د ۵.۲۵ مېلیونه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربهتوب کوي؛ خو اوس له خپلو هېوادونو یې د دغه کډوالو ستنول جدي کړي دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوڅ وویل، چې یوازې په یوه میاشت کې له پاکستان او ایرانه د یو مېلیون څخه زیاتو افغانانو راتګ د بشري ناورین ګواښ زیات کړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د هغو افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، چې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي او دوی هلته د کار کولو، زدهکړو او ازاده تګ راتګ په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.
۴۰ کلنه اسما چې دوه لوڼې لري، په ۲۰۲۱ کال کې د سرطان د درملنې لپاره پاکستان ته لاړه.
هغې د ښوونکې دنده پرېښوده او د خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوه.
د هغې د درملنې لا یو کال پاتې و، چې د هغې مېړه د پولیسو لهخوا ونیول شو او دوی ته وویل شول چې خپل هېواد ته ستانه شي.
هغې وویل: «یو ځل مخکې موږ په افغانستان کې خپل ټول سامانونه وپلورل او اوس موږ بیا هرڅه په پاکستان کې پرېښودل.»
هغې وویل: «زه اندېښمنه یمه، چې زما ماشومان ښایي له زدهکړو پاتې شي.»
له بل پلوه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په راتلونکو نهو میاشتو کې راستنېدونکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د ۷۱ مېلیون ډالرو مرستو غوښتنه کړې.