امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

۲۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي راتلونکې اونۍ د يوه لوړپوړي ډيپلوماتيک پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کوي، چې له ايراني چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د علاقې وړ ګډو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

تمه ده چې متقي به له ايراني چارواکو سره د ناستو ترڅنګ، په جلا توګه د کابل او تهران ترمنځ پر مختلفو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د ایران د مهر اژانس د رپوټ له مخې، متقي له دې وړاندې د اپرېل پر څلورمه نېټه تهران ته سفر کړی و او هلته يې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا د چارو له عمومي رییس محمد رضا بهرامي سره کتلي و.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د ايران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو، د هلمند سيند، له ايران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سيمې د وروستيو تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړي وو.

متقي په خپلو خبرو کې ټينګار کړی و چې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې د پراختيا په لور روانې دي او زياته کړې يې وه چې دواړه هېوادونه لوړ پوتانشيل لري، چې په ټولو برخو کې خپله همکاري پراخه کړي.

نور خبرونه

رادیو