قطر کې بند پاتې افغان کډوال له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۲۰ ساعتونه مخکې

د نګینه خلیلي کورنۍ په افغانستان کې خپل د کور سامان او شتمني وپلورله او په جنورۍ میاشت کې په قطر کې د امریکا یوه پنډغالي ته ولېږدول شول، چې له هغه ځایه امریکا ته انتقال شي؛ خو ۱۳ ورځې وروسته ټرمپ د کډوالۍ پروګرام وځنډاوه او دوی یې له یو ناروښانه وضعیت سره مخ کړل.

اسوسیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، دوی له هغه وخت راهیسې په قطر کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې د انتظار شېبې شماري، چې کله به امریکا ته ولېږدول شي.
اغلې خلیلي وایي: «که زما کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنه شي؛ نو دوی به له سختو ګواښونو سره مخ شي.»
خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، د هغو افغانانو سره پر مرستې کار کوي چې په افغانستان کې یې د امریکا سره د دوو لسیزو راهیسې همکاري کړې وه.
هغه وایي، شاوخوا ۱۲۰۰ افغان کډوال په قطر کې بند پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم د دغې شمېرې پخلی کړی دی.
هاخوا بیا ښاغلی وان ډایور وایي: «موږ دوی قطر ته انتقال کړل او دا موږ پورې اړه لري، چې د دوی وضعیت روښانه کړو.»
د امریکا دغه افغان همکاران او متحدين په الوتکو کې له افغانستان نه واېستل او قطر ته انتقال شول.
دغه کډوال په قطر کې د امریکا په یوې پخوانۍ پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي دي، چې اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا اداره کېږي.
خو د امریکا افغان متحدین د قطر ترڅنګ په پاکستان کې هم له خورا کړکېچن وضعیت سره مخ دي.
دغه کسان په پاکستان کې د جبري ستنېدو له ګواښونو سره مخ دي.
په قطر کې بند پاتې کسانو په ډله کې یوه هم افغان وکیله صالحه ده. وروسته له هغه چې طالبانو واک ترلاسه کړ؛ هغه او د هغې کورنۍ په افغانستان کې په پټه وخت تېراوه.
په دغه موده کې طالبان وخت ناوخت د هغې د پلار کور ته تلل او هڅه یې کوله، چې هغه ومومي.
هغه او کورنۍ یې د جنوري په میاشت کې قطر ته ورسېدل او تمه کېده، چې ډېر ژر به امریکا ته انتقال شي؛ خو دغه پروګرام وځنډول شو.
هغه وایي، په دغه پنډغالي کې د ګڼو افغانانو د بیا مېشتېدنې غوښتنلیکونه رد شوي او د دغې اډې پرېښودو لپاره ورته یوه میاشت وخت ورکړل شوی دی؛ خو تراوسه صالحې د رد ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه وایي، د دغه پروګرام د بیا پیلېدو اعلان لپاره شېبې شماري او ورته هیله‌منه ده.
دغه پروګرام چې د اوس لپاره د یوې نامعلومې مودې لپاره ځنډول شوی؛ لاروښانه نه ده چې ایا د ټرمپ اداره به د کډوالو پروګرام بیا پیل کړي کنه؟

نور خبرونه

رادیو