روسي پانګه‌والو د کانونو د استخراج په تړاو له طالبانو سره کتلي دي

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یو شمېر روسي پانګه‌والو د دغه وزارت له مرستیال عبدالرحمان قانت سره د کانونو د استخراج په تړاو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت له‌خوا (د غويي ۱۴مه) په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې روسي پانګه‌والو د سرو زرو او زمردو په برخه کې د کانونو استخراج ته لېوالتیا ښودلې ده.

دغو پانګه‌والو ویلي، د کېندنو لپاره مسلکي کسان او عصري وسایلو ته اړتیا ده چې کولای شي په ښه توګه دغه بهیر کې ونډه واخلي.

عبدالرحمان قانت روسي پانګه‌والو سره په ناسته کې ویلي، هغه شرکتونه چې لوړ مالي توان او مسلکي‌ وړتیاوې ولري د کانونو د قرادادونو په پروسه کې ورته لومړیتوب ورکول کېږي.

طالبان داسې مهال له روسي پانګه‌والو سره دغه ناسته کوي، چې لا وار دمخه چینایي پانګه‌وال په دې برخه کې د افغانستان کاني زېرمو ته ننوتي دي.

د راپورونو له مخې؛ چینایي پانګه‌والو په یو شمېر قراردادونو کې د طالبانو غړي له ځانونو سره شریک کړي او له همدې لارې یې په اسانۍ کاني زېرمو ته لاسرسی موندلی دی.

طالبانو هم څو، څو ځله د مسو تر څنګ د بېلابېلو کانونو په برخه کې له چینایي شرکتونو سره د قرادادونو خبر ورکړی.

همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان د هېواد کاني زېرمو لپاره سمه تګلاره نه لري او یوازې د عوایدو د ډېرېدو له کبله یې د کانونو قرادادونه نامسلکي شرکتونو ته ورکړي دي.

په کونړ، نورستان او د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې د کانونو د نامسلکي کېندلو په تړاو هم اندېښنې شته.

د معلوماتو پر بنسټ په کونړ کې د بېروچو کانونه په خورا نامسلکي ډول د ځايي طالب قوماندانانو له‌خوا پرته له کومو قانوني قراردادونو څخه کېندل کېږي.

یوشمېر بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان کاني زېرمې خورا په بې رحمۍ او وحشیانه ډول کېندل کېږي.

دغه ډول کېندنې د افغانستان د طبیعي زېرمو د راتلونکې لپاره خورا خطرناکې بلل شوې دي.

د شهاب الدین دلاور په ګډون د طالبانو په یو شمېر لوړپوړو غړو تورونه دي، چې د کانونو په قراردادونو کې یې پراخ فساد کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو