د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وایي، چې هېواد یې د روان ۲۰۲۵کال په دوو لومړیو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت تېل صادر کړي دي.
د اې کې ای په نوم رسنۍ د دغه کمېټې په حواله راپور ورکړی، چې په دې دوو میاشتو (جنوري او فبروري) کې افغانستان ته ۲۴.۹ مېلیونه لیټره تېل صادر شوي دي.
د دوی په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د صادر شویو تېلو د هر لیټر بیه د قرغزستان ۴ سوم ښودل شوې ده.
د راپور له مخې؛ د تېر ۲۰۲۴ کال په ورته موده کې له قرغزستان څخه افغانستان ته هیڅ تېل نه دي صادر شوي.
د قرغزستان رسنیو تېره ورځ د دغه هېواد د ملي احصایې کمیټې په حواله راپور ورکړی، چې افغانستان د قرغزستان د تېلو اصلي مصرف کوونکی دی، چې د دغه ډول تېلو د ټولو صادراتو شاوخوا ۹۲ سلنه جوړوي.
که څه هم قرغزستان، لکه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره پراخې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، چې په دې وروستیو وختونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
قرغزستان په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو نوم له خپل ترهګریز نوملړه لرې کړ، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو یوه مهمه نښه ګڼل کېږي.
د قرغزستان د عامه څارنې ادارې د دغه اقدام په اړه کره وضاحت نه دی ورکړی؛ خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مثبت بللی دی.