د ایراني ډاکټرانو یوه ډله د سرطاني ناروغیو وړیا درملنې لپاره افغانستان ته رسېدلې

۷ ساعتونه مخکې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایراني متخصصینو یوه ډله د سرطاني ناروغیو د وړیا درملنې په موخه افغانستان ته په یوه لس ورځني سفر تللې ده.

د اوا اژانس د راپور له مخې، دغه روغتیاپالان به په کابل، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې د سرطان ناروغان معاینه کړي.

له دې ډلې د سرطاني ناروغیو ایراني متخصص عبدالرحیم حزین ویلي،‌ چې په افغانستان کې د کمو روغتیايي امکاناتو او د سرطان په برخه کې د لازمې درملنې نشتوالي له کبله یې افغانستان ته سفر کړی دی.

هغه زیاته کړې، ډېری هغه افغان ناروغان چې په سرطان اخته دي؛ د پاکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

د نوموړي په خبره؛ دوی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره هوکړه کړې، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په دوامداره توګه د درملنې دغه بهیر په بېلابېلو وختونو کې روان وساتي.

تر دې دمخه د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

د روغتیا په برخه کې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د کمښت له کبله خپل فعالیتونه را کم کړي‌ او د هېواد په ګوټ، ګوټ کې یو شمېر روغتونونه هم تړل شوي دي.

هم‌مهاله اندېښنې څرګندې شوې، چې طالبان د روغتیایي سېسټم د چلولو توان نه لري او که ژر تر ژره نړۍوالې مرستې ونشي؛ نو د روغتیا اوسنی ناورین به لا پسې پراخ شي.

نور خبرونه

رادیو