طالبانو د پنجشیر ولایت په سیمهییزو رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول ممنوع اعلان کړي دي.
د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د طالبانو والي، محمداغا حکیم ټولو ادارو ته امر کړی چې د امر بالمعروف قانون په جدي توګه پلی کړي.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا تصمیم د طالبانو د مشر د فرمان او د امر بالمعروف قانون د تفسیرپه یوه ځانګړي غونډه کې اعلان شو.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زیاته کړې چې د دې غونډې پر مهال په ولسوالیو کې د امر بالمعروف ځانګړې کمیټې هم جوړې شوې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو تر دې مخکې هم په ۱۵ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول بند کړي دي.
دا ولایتونه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان او دایکندي دي.
د رسنیو ملاتړ کوونکو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا ډول بندیزونه به د بیان ازادۍ ته جدي زیان ورسوي.