جنرال سمیع سادات: پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي

۴ ساعتونه مخکې

د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندې شوې نظریې غبرګونونو په روانه لړۍ کې د متحدې ملي جبهې مشر جنرال سمیع سادات وايي چې پښتانه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

سادات وویل:«د طالبانو د ترهګرۍ پای ته رسول په عمومي توګه افغانان کولی شي مګر په ځانګړي توګه پښتانه.»

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دا نظر چې پښتانه افغانان یوازې د دوی د توکم پر بنسټ له سویس څخه واېستل شي غیر اخلاقي، غیرقانوني او غیر انساني عمل دی.

هغه د سویس له حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې باید دا نژادپرست وړاندیز په خپل ځای ودروي.

د سویس حکومت دا ډول طرح او خبرونه تر اوسه نه دي تایید کړي.

دغه پخوانی افغان نظامي په دې باور دی چې یوازینی خلک چې د افغانانو له ډله ییز اخراج سره موافق دي طالبان دي ځکه دوی له بهر میشتو افغانانو وېره لري چې د طالبانو ظلمونه بیانوي.

نور خبرونه

رادیو