رحمت الله نبیل: سویسي چارواکي باید سملاسي د هر ډول قومیت پر بنسټ اخراج رد کړي

۳ ساعتونه مخکې

د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندې شوې نظریې په غبرګون کې د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې ددغه هېواد چارواکي باید سمدلاسه د هر ډول قومیت پر بنسټ اخراج روښانه او رد کړي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې که د سویسي رسنیو رپوټونه رښتیا وي چې د قومیت پر بنسټ پناه غوښتونکي اخراجوي، نو دا به د ۱۹۵۱ کال د جینوا کنوانسیون، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې اصولو او د بشري حقونو د نړیوالو حقونو څخه جدي سرغړونه وي.

نبیل وايي چې د قومیت پر بنسټ د پناه غوښتونکو اخراج په اړه د سویس د کډوالو ادارې طرح [نظر] د اروپا په تاریخ کې د ځینو تپو شیبو یادونه کوي، چې کله به یوازې هویت جرم و.

رحمت الله نبیل زیاتوي چې دا ډول قومي پروفایل کول په اخلاقي لحاظ د دفاع وړ نه دي او په قانوني توګه منع دي.

دغه پخوانی افغان چارواکی په دې باور دی، چې نن ورځ له هېواد څخه ډیری تښتیدلي کسان د افراطي رژیمونو قربانیان دي.

هغه ویلي چې له دوی سره بل ډول چلند کول غیر عادلانه، خطرناک دي، او په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتنې سیسټمونو لپاره یو ناوړه مثال جوړوي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د سویس رینه څورښر څایتونګ ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې ددغه هېواد د کډوالو د اخراج مسوول د یوې ځانګړې الوتنې یا د قومیت پر اساس د افغانانو د اخراج وړاندیز کړی و.

د سویس د کډوالو ادارې ویلي، چې دا یوازې مثالونه دي او د افغانستان په اړه صدق نه کوي.

نور خبرونه

رادیو