په کندز کې د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان غواړي یاد ریاست په جهادي مدرسې بدل کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د کندز ښوونکو مسلکي پراختیا امریت مني چې دوی خپله پخوانۍ ودانۍ بدله کړې او له هغه ځایه یې نقل مکان کړی دی.
د کندز د ښوونکو د روزنې ریاست ځینو استادانو نن دوشنبه، د غويي ۱۵مه، وویل چې ټول کارکوونکي د ریاست له پخواني ځای څخه نوې ودانۍ ته انتقال شوي دي.
یوه ښوونکي وویل:« څو ورځې مخکې ټولو استادانو ته وویل شول چې د کندز د ښوونکو د روزنې مرکز له تعمیر څخه ژر ووځئ.»
سرچینې وايي، طالبان دا کار ځکه کوي، چې د ښوونکو د روزنې ودانۍ پراخه ده او د ښار په مهم ځای کې موقعیت لري.
له دې وړاندې د ښوونکو د روزنې ریاست د کندز پوهنتون په عمومي سرک و او اوس یې له دې سیمې لرې دوه سرکه ته لېږدولی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د ښوونکو مسلکي پراختیا امریت پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا امریت دفتر هم له خپل پخواني ځای څخه وتلی او د نوي ادرس په اړه اعلان یې کړی دی.
طالبانو له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې په ښوونځیو او تاریخي ودانیو کې جهادي مدرسې جوړې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۲۱۰۰۰ مدرسې جوړې شوې، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰۰ ښوونځي دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د دیني زده کړو لپاره په مدرسو کې شامل شوي، چې په دې سره په مدرسو کې د ټولو زده کوونکو شمېر تر ۳،۶ میلیونو رسېږي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو چارې ګړندۍ شوې او خلک وایي، چې ښوونځيو ته پاملرنه کمه شوې.