د چین د موټرو یو شرکت په افغانستان کې ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ معین مولوي احمدالله زاهدد چین د ډونګفېنګ ادې موټرو شرکت له استازي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې، د ډونګفېنګ شرکت استازي خپله لېوالتیا څرګنده کړې چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او اعلان یې کړی چې دغه شرکت به د درې نیمو کلونو په ترڅ کې د څلورو پړاوونو له لارې د افغانستان د موټرو جوړولو په سکتور کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

دوی زیاته کړې چې له دې لارې به هر کال دوه زره موټر جوړ کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ معین ټینګار کړی چې حکومت یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره عادلانه چاپېریال ته ژمن دی او هر اړخیز ملاتړ به وړاندې کوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ډونګفېنګ شرکت استازي ویلي، چې دا پروژه به په افغانستان کې ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته دندې برابرې کړي.

همداراز، شرکت پلان لري چې بېلابېل وسایط، لکه ګړندي موټر، لارۍ، امبولانسونه او بسونه بازار ته وړاندې کړي او دغه وسایط به پر افغانانو په قسطونو وپلوري.

نور خبرونه

رادیو