د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال جلاوطنه لوبډله د رسمیت پېژندنې په لټه کې ده

۷ ساعتونه مخکې

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغې ډلې د ښځو د نورو ورزشونو تر څنګ د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې هم له لوبو منعه کړې دي؛ خو اوس د دغه لوبډلې غړو په جلا وطنۍ کې فعالیتونه پیل کړي او د فوټبال له نړۍوالې شورا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي.

د نیویارک ټاېمز ورځپاڼې د راپور له مخې، فاطمه فولادي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لپاره یې د تاجکستان پر وړاندې ګول وهلی و؛ تر هغې سیالۍ یوازې دوه میاشتې وروسته اړه شوه، چې له هېواده ووځي.

هغه د کابل هوایي ډګر له لارې د تخلیې پر مهال امریکا ته تللې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د ښځو د ملي لوبډلې له ۷۵ څخه زیاتو غړو، لوبغاړو، روزونکو او کورنیو یې د FIFPro یا د نړۍوالو لوبغاړو ټولنې په مرسته اسټرالیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته پناه یووړه.

اوس‌مهال په افغانستان کې ښځینه ورزشونه بشپړ بند دي او د طالبانو تر واک لاندې فوټبال فدراسیون د ښځو لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

د فیفا له مقرراتو سره سم، هره رسمي لوبډله باید د خپل هېواد د رسمي فدراسیون له‌خوا تایید شي.

د طالبانو د بیا ځلي واک راپه دېخوا د افغانستان د ښځو لوبډلې کومه رسمي لوبه نه ده ترسره کړې او له نړۍوالو رده ‌بندیو هم لرې پاتې شوې ده.

نیلاب محمدي چې مخکې د ملي ټیم بریدګره او کپتانه وه؛ اوس د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د Sky United لوبډلې لپاره لوبه کوي.

هغې له افغانستانه د وتلو وروسته د استرالیا د ښځو د اووم لیګ په AWT کې بیا له سره لوبې پیل کړې. نیلاب وايي، د افغانستان لوبډله د بریا او هیلو نښه ده.

خالده پوپل، چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټیم بنسټ اېښودونکې او د فوټبال فدراسیون لومړۍ ښځینه غړې وه؛ اوس په ډنمارک کې ژوند کوي.

سره له دې چې د امنیتي ګواښونو سره مخ ده، لا هم د افغان ښځو فوټبال ته کار کوي.

هغې ویلي، فوټبال د افغان ښځو د غږ انعکاس دی او دغه لوبغاړې له رواني ستونزو سره سره لا هم هوډمنې دي.

هغې د فوټبال له نړیوال فدراسیون څخه غوښتنه کړې، چې په غوره امنیتي چاپېریال کې دې د افغانستان ښځینه فوټبالرانو ته د سیالیو اسانتیاوې برابرې کړي.

فیفا د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشت کې د SRA یا د سپورتي حقونو د ټلوالې راپور په غبرګون کې ژمنه وکړه، چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي او هغو لوبغاړو ته چې بهر مېشت دي، د لوبو زمینه برابروي؛ خو تر اوسه د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې رسمي پېژندنې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

نیلاب محمدي وايي: «که فیفا موږ په رسمیت ونه پېژني، دا به لویه ماتې وي؛ خو موږ به تسلیم نه شو.»

دغې لوبډلې یو انلاین کمپاین هم پیل کړی، چې تر دې دمه یې له ۱۸۵ زرو زیاتو کسانو لاسلیک کړی.

دغه ستونزې یوازې فوټبال پورې محدودې نه دي پاتې؛ بلکې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) هم د افغانستان د ښځو د کرېکټ اړوند خورا محتاط چلند کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړې چې په اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو کې جلا وطنه دي، په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا خپله لوبډله راټوله کړې او سیالۍ یې هم پیل کړې دي.

نور خبرونه

رادیو