د برېتانیا د پاچا چارلس کشر زوی شاهزاده هري وایي، چې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور له امله هغه او کورنۍ یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې؛ شاهزاده هري په یوه اعلامیه کې ویلي، چې شاوخوا لس کاله یې د برېتانیا په پوځ کې دنده ترسره کړې او دوه ځله افغانستان ته استول شوی دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې دغه پوځي سابقې يې نوم د افراطي ډلو او په ځانګړې توګه القاعدې لپاره يوه موخه ګرځولې ده.
نوموړي ويلي:« په تېرو کلونو کې زه او کورنۍ مې د نيو نازيو او افراطي ډلو په ګډون د القاعدې له مستندو ګواښونو سره مخ شوي يو. په افغانستان کې زما دوه ماموریتونه په خواله رسنیو کې د خلکو د پام وړ وګرځېدل، چې دغه ګواښونه یې لا پسې زيات کړي دي.»
شاهزاده هري وايي، چې د برېتانیا د پولیسو لهخوا یې د بشپړ امنیتي خوندیتوب غوښتنې له ردېدو وروسته؛ غواړي یو وار بیا د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته لیک واستوي.
هري چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې له خپلې مېرمنې مېګن سره يو ځای له شاهي مقامونو استعفا کړې او متحده ایالاتو ته یې کډه کړې ویلي دي، چې غواړي بېرته برېتانیا ته تګ راتګ وکړي؛ ترڅو ماشومان یې له خپل اصلي ټاټوبي سره بلد شي.
هغه ويلي: «برېتانیا زما د هویت یوه برخه ده. دا هغه هېواد دی، چې زه پکې زېږېدلی یم او همدا ځای دی، چې زوی مې پکې نړۍ ته راغلی.»
سره له دې چې شاهزاده هري د شاهي کورنۍ سره د پخلاینې هیله څرګنده کړې؛ خو راپورونه ښيي، چې د هغه اړیکې لا هم له شاهي ماڼۍ سره ترینګلې دي.