په ایران کې یو افغان وګړی ژورې څاه ته د لوېدو له امله مړ شوی

۴ ساعتونه مخکې

په ایران کې یو افغان کارګر د قزوین په همت اباد سیمه کې د کار کولو پر مهال ژورې څاه ته د لوېدو له امله مړ شوی دی.

د ایراني رسنۍ اېلنا د خبر له مخې، د بېړني غبرګون او اور وژنې ادارې یو کارکوونکي روح الله سهرابي د دغې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه ۳۶ کلن کس افغان و.
سهرابي زیاته کړه:« دا اټګلونو له مخې، د دې پېښې اصلي لامل د برېښنا شاک و؛ خو په دې تړاو لا څېړنې روانې دي.»
هغه د وژل شوي کس د نوم او په افغانستان کې د اوسېدو د ځای په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

نور خبرونه

رادیو